برلین کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د لانجې په تړاو خبرې شوي
دیمیتري کولیبا او د هغه جرمنی سیال هایکو ماس د پاریس د تړون په هر څه ژر تطبیق سلا شوي.
د پاریس تړون د روسیې او اوکراین د کړکېچ د سړولو په هدف تېر ډېسېمبر د جرمني او فرانسې په منځګړیتوب لاسلیک شو.
روسیې کریمیا ټاپووزمه چې د اوکراین د خاورې برخه وه له ځان سره الحاق کړه او اوس هم روس پلوه بیلتون پال د اوکرایین په ختیځ کې له اوکراییني عسکرو سره جنګ کوي.
د پاریس له تړون سره سره بیا هم د روسې او اوکرایین د اړیکو د ښه کېدو څرک نه لیدل کېږي.
د اوکراین په ختیځ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې د جګړو په نتیجه کې شاوخوا ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.
یواځې د سږ کال په ۶ میاشتو کې پنځوس اوکراییني عسکر وژل شوي.
