روسیه کې ایکولوژیک بحران؛ سایبریا کې بېړنی حالت اعلان شو
د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د ډیزل تېلو یوه نللیکه د سیمې په دریاب کې وشلېده او له کبلهیې تقریباً ۲۰ زره لیتره ډیزل د دریاب په اوبو ګډ شوو.
د ډیزل تېلو دا نللیکه د سایبریا په صنعتي ښار، نوریلسک کې چې د ارکتیک پر کړۍ پروت دی، د حرارتي برېښنا د تولید د یوې کارخانې وه.
په نړۍ کې د وحشي ژوو سره د مرستې ادارې هغه عکسونه چې د سټلایټ کمرو په مرسته اخیستل شوي، خپاره کړي او پهکې لیدل کېږي چې په دوو دریابونو 'Daldykan' او 'Ambarnaya' کې د وینې په څېر سرې اوبه روانې دي.
د چاپېریال پېژندونکي اندېښنه لري چې ډیزل تېلو زهرجنه برخه لکه بنزول، ایتول بنزین او تولین په اسانۍ له اوبو سره ګډېدلائ شي او ښايي په سیمه کې ولاړو اوبو ته د زهرجنو موادو د رسېدو مخنیوی ګران کار وي.
چاپېریال پېژندونکو د سیمې طبیعت ته ممکن زیان (ایکولوژیک بحران) بللی دی.
