امریکا کې خوشې شوی ایرانی عالم تهران ته ورسېد
سیروس عسګري ۵۹ کلن دی او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا له اوهایو پوهنتونه د یوې څېړنیزې پروژې د تجارتي رازونو د غلا په تور ونیول او بیا زنداني شو، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې تبرئه شوی و.
امریکا او ایران تېر کال د ډسمبر په میاشت کې چینيالاصله امریکايي څېړونکی ژیاو وانګ او ایراني عالم مسعود سلیماني سره تبادله کړل، خو د امریکا متحده ایالاتو او ایران دواړو دا خبر رد کړی چې سرویس عسکري تبادله شوی دی.
