Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امریکا کې د وژل شوي جورج فلوید په یاد مراسم

0
په امریکا کې مدني فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د جورج فلوید، د یاد په مراسمو کې ګډون وکړ.


۴۶ کلن فلوید هغه تور پوستی امریکايي وو چې تېره اوونۍ د پولیسو په توقیف کې مړ شو او له هغه راهیسې په دې هېواد کې د نژادي بې‌عدالتۍ پر وړاندې پراخ لاریونونه پيل شول.


فلويد د مینیسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د مې په ۲۵مه مړ شو او د پنجشنبې ورځې یادغونډه‌یې هم په همدې ښار کې جوړه شوه.


د فلويد د کورنۍ مدافع وکیل ویلي چې په درې ایالتونو کې به شپږ ورځې د ده په یاد کې مراسم جوړ شي. د مراسمو لپاره دوه نور ایالتونه شمالي کارولینا او تکزاس یاد شوي دي.


د فلوید د مړینې پر ضد ځيني مظاهرې په تاوتریخوالي اووښتي، خو د جون په درېيمه سوله‌ییز لاریونونه وشول.


په مینیسوتا ایالت کې محکمې درې نور پولیس افسران هم په دوهمه درجه قتل کې په مرسته کولو تورن کړي.


د دې قضیې پر مرکزي تورن، ديریک چاوین د دوهمې درجې قتل تور دی چې په نتيجه کې يې په ۴۰ کاله بند محکومېدای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса