Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

په امریکا کې د جورج فلوید د وژل کېدو په اعتراض مظاهرې روانې دي

0
د مدني حقونو فعالان، سیاستوال او پېژندل شوي شخصیتونه پرون د درېیم وار لپاره د مړه شوي تور پوستي جورج فلوید په یاد راغونډ شول.


۴۶ کلن فلوید د مې میاشتې پر ۲۵مه په میناسوتا ایالت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه چې دې مسئلې د امریکا په متحده ایالاتو کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د ظلمونو پر خلاف مظاهرې وپارولې.


مدني فعال ريویریند الشارپټُن (Reverend Al Sharpton) د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې جوړې شوې یاد غونډې ته وویل، جورج فلوید نړۍ بدله کړه.


هغه زیاته کړه: "هغه څه چې پر فلوید پېښ شول، هره ورځ د امریکا په تعلیم او روغتیایي خدماتو، دغه‌راز د امریکايي ژوند په هره برخه کې پېښېږي. اوس د دې وخت راغلی چې ټول د جورج په نوم راولاړ شو او ووايو چې خپل زنګون زموږ له غاړو لیرې کړئ."


په نیویارک کې د جورج فلوید ورور تیرینس فلوید (Terrence Floyd) د خلکو ډلې ته په وینا کې د دوی د ملاتړ مننه وکړه.


په امریکا کې وروستۍ مظاهرې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو شدید بحران ګڼل کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده، په نومبر میاشت کې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او له بلې خوا کرونا ویروس هم په میلیونونو کسان وزګاره کړي او اقتصاد یې زیانمن کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса