Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امریکايي ځواکونه وايي پر طالبانو یې دوه هوايي حملې کړي

0
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي پر افغان قواوو یې د وسله‌والو طالبانو د تنظیم شویو حملو د شنډولو لپاره ۲ هوايي حملې کړې دي.


د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت نن په ټویټر کې لیکلي چې وسله‌والو طالبانو  پرون غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي.


په بیان کې د پېښې د دقیق ځای او اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.


د ښاغلي لګېت په خبره وسله‌وال طالبان باید د هغې موافقې له مخې چې له امریکا سره‌یې لاسلیک کړې، خپل تاوتریخوالی کم کړي او پرې دې ږدي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي.


د امریکايي ځواکونو ویاند وايي دا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته د طالبانو پر ضد د دوی لومړۍ هوايي حملې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса