Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د کونړ امنیه قومندان: غازي اباد کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د کونړ امنیه قومندان وایي، په غازي اباد ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې له ۲۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کونړ امنیه قومندان ډګروال محمد یوسف مظلوم یار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ اړوند په امنیتې پوستو برید کړی و چې د سخت مقاومت سره مخ شوي او په کې له ۲۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


هغه زیاته کړه: "جګړه نن سهار ۷ بجې پيل شوه ،خو د دښمن د برید ټول معلومات موږ ته رارسېدلي وو، نو ځکه په غازي اباد کې پرتو ځواکونو يې د حملې مخه ونیوله او ورته درانه تلفات ورسول، په جګړه کې ۱۶ طالبان وژل شوي ۷ تنه ټپيان دي، زموږ دوه تنه پولیس هم ټپیان دي."


د مظلومیار په خبره چې جګړه اوس هم دوام لري، هلته تازه دمې ځواکونه رسېدلې او د وسله والو په مورچلو افغان هوايي ځواکونه بمبار کوي چې امکان لري د مخالفینو تلفاتو کې زیاتوالی راشي.


تر اوسه وسله والو طالبانو په غازي اباد کې د روانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса