Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

کابل کې د افغاني محصولاتو انلاین نندارتون پرانیستل شو

0
د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو .


د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.


نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو، زعفرانو، لاسي صنايعو، د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.


دوی وایي، هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.


دغه راز کورني توليدات او محصولات د زوم اپليکېشن له لارې په انلاين ډول څه د پاسه پنځوسو بهرنيو سوداګرو ته معرفي شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса