Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

هلمند کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د ۸۵ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوې

0
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دې ولایت د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د لا ښه‌والي په هدف‌يې د ۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه لویه پروژه پیل کړې ده.


د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د پروګرامونو د همغږۍ رئیس رفیع‌الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې پروژه کې ۱۵۰ کشمش خونې او دغه شان د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د پیازو او کچالو د ساتنې د خونو جوړول شامل دي.


ښاغلي قلم وویل چې دغه پروژې په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړېږي او د هلمند بزګران کولای شي چې خپل کرنیز محصولات په‌کې وساتي.


نوموړی وايي چې د دې پروژې ۹۰ سلنه لګښت حکومت او ۱۰ سلنه خلک ورکوي.


د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې اوس‌مهال د هلمند بزګران د خپلو کرنیزو محصولاتو د ساتنې د ځای د نه‌موجودیت له امله له ستونزو سره مخ دي، خو دوی وايي د دې پروژې په عملي کېدو سره به یادې ستونزې حل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса