Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ټرانسپورت وزارت: یوه اوونۍ کې ۱۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي

0
د افغانستان ټرانسپورت وزارت وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې دې هېواد ته ۱۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي.


د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق‌شناس رسنیو ته په یو استولي لیکلي پیغام کې ویلي دي چې دا سوداګریز او خوراکي توکي د حیرتان، مزار شریف، اقینې او تور غونډۍ د رېل پټلې له لارې هېواد ته وارد شوي دي.


په پیغام کې لیکل شوي چې په دې توکو کې غذايي، نفتي او ساختماني مواد شامل دي.


اته زره ټنه غنم، نږدې ۳۸ زره ټنه وړه، څه باندې ۳ زره ټنه غوړي، نږدې ۳۹ زره ټنه تېل، څه باندې ۱۳ زره ټنه مایع ګاز او له نهه زره ټنه ډېر ساختماني مواد هغه توکي یاد شوي چې په تېره اوونۍ کې افغانستان ته وارد شوي دي.


په وروستیو کې په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.


د اقتصادي چارو پوهان وايي هېواد ته د خوراکي موادو واردېدل د بیو په ټيټېدو کې مثبت رول لري.


دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د نورو بندرونو له لارې هم باید سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي تر څو سوداګر او خلک په دې برخه کې له ستونزو خلاص شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса