Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

افغان حکومت به له نړیوال بانک ۱۷ میلیارده افغانۍ پور واخلي

0
د افغانستان ماليې وزارت هیله لري چې د مشرانو جرګې له تأييد وروسته به د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې د عمومي غونډې هغه وړاندیز تأييد شي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته د پور اخیستو په هدف شوی دی.


افغان حکومت پرېکړه کړې چې د نړیوال بانک د پیسو له وجهي صندوقه ۱۷ میلیارده افغانۍ پور واخلي.


د ماليې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پور اخیستو دا وړاندیز د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم تأييد کړی دی.


دی وايي دا پور به د بودجې د کسر د لیرې کېدو په برخه کې ولګول شي.


دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د مالیاتو د راټولولو د کمښت له امله اوس‌مهال د افغانستان بودجه ۴۸ میلیارده افغانۍ کسر لري.


دی وايي دا بې‌ګټې پور دی چې باید په ۱۰ کلونو بېرته ادا شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса