د خوست په امنیه قومندانۍ کې د یوې پیغلې پر ګمارنې غبرګونونه
پیغلې دوهم څارن ځلا ځاځۍ د ترکیې هېواد د پولیسو په یو روزنیز مرکز کې زده کړې کړي او د کورنیو چارو وزارت لخوا په خوست کې دنده ورکړل شوې ده.
په ټولنیزو شبکو کې د خوست په شان یوه دودیزه ټولنه کې چې هلته په پوځي ادارو کې نجونې او ښځې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، د ټولنیزو شبکو ځینو کارونکو د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه د سیمې کلتوري ځانګړتیاوو سره په ټکر کې بللې ده.
خو بل لوري ته سلګونو نورو چې ډېری يې ځوانان دي، د کورنیو چارو وزارت له دې پرېکړې هرکلی کړی او په یوه داسې پوځي اداره کې چې د جرمونو پر وړاندې مبارزه يې دنده ده، د دې پیغلې ګمارنه يې یو ښه کار بللی دی.
دوی استدلال کړی چې د جرایمو په اجرا کې د نارینه وو او ښځینه وو تر منځ توپیر نشته، نو له نارینه وو ښه داده چې په خپله پیغلې او ښځې يې مسایلو ته رسیده ګي وکړي.
نن د دوشنبې په ورځ ځلا ځاځۍ چې د امنیه قومندانۍ د چارواکو لخوا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د اداري چارو د امرې په توګه خپل پرسونل ته ور وپېژندل شوه، په خپلو خبرو کې يې وویل، دې د ښځو په برخه کې د خوستوالو خدمت ته تیاره ده.
هغې زیاته کړه: "غواړم د دې ادارې څخه د خوست شریفو خلکو بالخصوص د ښځو لپاره د خدمت جوګه وګرځم."
بل لوري ته د خوست د امنیه قومندانۍ دامنیت امر نجیب الله عیني د یادې پيغلې د پېژندنې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د دې ګام هرکلی کړی او هیله يې ښودلې، چې دا ډول ګمارنې به د ټولنې د ښځو برخې ته د پولیسو د خدمت په برخه کې ګټورې تمامې شي.
د خوست د امنیه قومندانۍ په چوکاټ کې له وړاندې هم ځینې د لوی عمر لرونکې ښځې دندې لري، چې ډېری يې د ښځو د تلاشیو په برخه کې کار کوي.
