Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

سټولټنبرګ د ناټو تړون د پیاوړتیا لارې چارې لټوي

0
په پام کې ده، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبه د دغه تړون د پیاوړتیا پر لارو چارو وینا وکړي.


دا په داسې حال کې ده، چې په اروپا کې د امریکا د متحدو ایالتونو، متحدو هېوادونو له جرمني څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د طرحې په اړه اندېښنه ښوولې ده.


د امریکا چاپ والستریت ژورنال ورځپاڼې پرون یکشنبه راپور ورکړی و، د امریکا ځینو متحدانو ویلی، دغې طرحې د ناټو تړون په اړه پوښتنې ولاړې کړي او د دوی په وینا دښمن، له دې جملې روسیه یې تقویه کړې ده.


دغې ورځپاڼې تېره جمعه هم راپور ورکړی و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري، چې د شا و خوا ۹۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پلان عملي کړي.


هغه له اوږدې مودې راهیسې شکایت کړی، چې جرمني په ناټو تړون کې هغسې چې په کار وه، خپل ۲ فیصده اقتصادي عواید پر نظامي برخه نه دي لګولي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса