Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

په پکتیکا کې چاودنې یو ۱۳ کلن ماشوم وواژه

0
د پکتیکا امنیه قومانداني وايي په هغو ماینونو چې د دولت وسله‌وال مخالفان‌یې پر عامه لارو خښوي، زیات وخت ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.


دا قوماندانۍ په داسې حال کې دا خبره کوي چې نن سهار د مټا خان ولسوالۍ په سیدوکلا سیمه کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې یو ۱۳ کلن ماشوم ووژل شو او بل تن ټپي شو.


د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې وویل: "دا لومړی ځل نه‌دی چې د ترهګرو له‌خوا په خښ کړل شویو ماینونو عامو خلکو ته زیان اوړي. تر دې مخکې هم ملکیان په ځلونو ځلونو د دوی له‌خوا پر عامه ځایونو د خښ کړل شویو ماینونو له کبله شهیدان کېږي، یا هم مالي او ځاني زیانونه وراوړي."


په پکتیکا کې د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса