Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ایرانی ساینسپوه امریکا کې له خوشې کېدو وروسته ایران ته رسېدلی

0
یو ایرانی ساینسپوه مجید طاهري، د امریکا په متحدو ایالتونو کې له بنده تر خوشې کېدو وروسته نن، خپل هېواد ته ستون شو.


د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا خبر ورکړی، چې طاهري د بندیانو د تبادلې د موافقې د برخې په توګه خوشې شوی دی.


په خپله مجید طاهري چې په ماتیو تایري هم مشهور دی، نن د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته وویل: "ما غوښتل د ایرانیانو د سلامتۍ او د طب د تحقیقاتو د پرمختګ لپاره یو څه وکړم خو له بده مرغه دوی یعنې امریکایانو یو ډېر غیرمنصفانه او د درواغو تور راباندې وتاړه."


دغه ایرانی ساینسپوه چې ۱۶ میاشتې مخکې نیول شوی و، تېره پنجشنبه د امریکا د سمندري ځواک د پخواني غړي مایکل وایټ په بدل کې خوشې شو.


مایکل وایټ تېر کال د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي د سپکاوي په ادعا، په ۱۳ کاله بند محکوم شوی و.


طاهري چې د امریکا تابعیت هم لري، د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه کلینیک کې کار کاوه او په یوه اوونۍ کې دویم ساینسپوه دی، چې له امریکا څخه ایران ته ستنېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса