Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ونزوئلا له ایران څخه د مرستو بله جوپه ترلاسه کړه

0
ونزوئلا له ایران څخه د هوايي کارګو له لارې د مرستو بله جوپه ترلاسه کړې ده.


دا د ایران او د سوېلي امریکا د دې هېواد ترمنځ چې دواړه د امریکا د بندیزونو سره مخ دي، د اړیکو د پیاوړي کېدا یوه بله نښه ګڼل کېږي.


د ونزوئلا د پلان وزیر ریکارډو مینیډیز وايي، په دې الوتنه کې د 'کووېډ-۱۹' ویروس د معایناتو کېټونه او د دې ویروس د ناروغانو لپاره نور طبي لوازم شامل دي. 


مینینډیز زیاته کړې، ولسمشر نیکولاس مادورو به په نږدې راتلونکي کې ایران ته ولاړ شي او د دې هېواد څخه به د هغو بشري مرستو او تېلو مننه وکړي چې په وروستیو کې یې ونزوئلا ته استولي.


مادورو لا دمخه ایران ته د څو هوکړو د لاسلیک لپاره د سفر اعلان کړی دی.


وروسته له هغې چې واشنګټن د واک څخه د مادورو د لیرې کولو لپاره پر ونزوئلا د پراخو بندیزونو یو پروګرام رامنځته کړ، ایران د دې هېواد په مهم متحد بدل شوی دی.


مینینډیز وايي، ونزوئلا او ایران د ده په وینا د (امپریالیزم) پر ضد (پراخه پرمختیايي اجنډا) رامنځته کوي چې په‌کې به په صنعتي، د کور جوړونې، د خوراکي توکو په سکټور او د کرونا ضد ساینسي معلوماتو په برخو کې همکارۍ شاملې وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса