Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امریکا سفارت د افغانستان-پاکستان د دروازې تړلو پر موضوع بحث کوي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د امریکا سفارت ډاډ ورکړی چې د افغان صادراتو په وړاندې د پاکستان د دروازې د تړلو د مسئلې په اړه به له یاد هېواد سره بحث وکړي.


د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل امین بابک نن ازادي راډيو ته وویل اوس‌مهال چې د افغانستان د وچې او تازه مېوې او سبزيجاتو د حاصل موسم دی پاکستان د افغان صادراتو په وړاندې خپل بندرونه تړلي او اجازه نه‌ورکوی چې د افغانستان توليد تازه او وچه مېوه دغه هېواد ته صادره شي.


دی وايي د افغانستان د پانګونې خونې مسؤلینو او يو شمېر افغان سوداګرو په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره تېره ورځ د پانګونې او سوداکريزو مسايلو په اړه يو وېډیو کنفرانس درلود او د امریکا سفارت د مرستیالې له لوري په دغه کنفرانس کې د نورو خبرو ترڅنګ دا ډاډ هم ورکړل شو چې د دې موضوع په اړه به په کابل کې د پاکستان سفارت او په ټوله کې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.


نوموړی وايي چې پاکستان هر کال په همدې موسم خپلې دروازې د افغان محصولاتو په وړاندې تړي او له دې مسئلې د فشار په توګه کار اخلي.


ښاغلی بابک وايي افغان حکومت باید له پاکستاني حکومت سره د دې موضوع په اړه جدي بحث کړي او دوی دا موضوع په څو ځلي له حکومت سره شريکه کړې هم ده.


نوموړي دغه‌شان له افغان حکومته دا غوښتنه هم کوي چې په کور دننه د افغان صادراتو لپاره سړې خونې جوړې کړي تر څو د موسم له تېرېدو وروسته افغان محصولات ګاونډیو هېوادونو ته په لوړه بیه صادر شي.


یو شمېر افغان سوداګر وايي د افغان محصولاتو په وړاندې د پاکستان لارې د تړلو له امله د افغانستان تازه مېوې د له‌منځه تللو له خطر سره مخ دي او که په وړاندې يې دروازې خلاصې نه‌شي، نو دوی ته به میلیونونه ډالره مالي زیان ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса