Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

جورج فلویډ هیوسټن کې خاورو ته سپارل کېږي

0
د متحدایالاتو په هيوسټن ​ښار کې د جورج فلویډ د جنازې مراسمو لپاره تیارۍ بشپړې شوې دي.


فلويډ د میناسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د یو سپین پوستي پولیس په لاس ووژل شو خو مړی یې پرون د هغه د پلرني ایالت، ټکساس هيوسټن ښار ته یوړل شو او ټاکل شوې چې نن خاورو ته وسپارل شي.


زرګونه ویرجن خلک په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې ماسکونه اغوستي وو، د هیوسټن په یوه کلیسا کې د فلویډ د تابوت د لیدو لپاره په لیکو کې ودرېدل.


د فلویډ مړینې په امریکا او نوره نړۍ کې د نژاد پالنې ضد مظاهرې وپارولې.


له بلې خوا د امریکا د کانګرس د ډیموکرات ګوند غړو پرون دوشنبې د پولیسو په قانون کې د بدلون طرحه وړاندې کړه.


د کانګرس غړي د دې طرحې د وړاندې کولو پرمهال د یوه سیمبولیک اقدام په ترڅ کې د اته دقيقو او ۴۶ ثانیو لپاره پر ځنګنو کېناستل.


پوليس افسر د فلویډ له مړینې مخکې د همدومره وخت لپاره د هغه پر غاړه ځنګون ايښی و.


د دې قانون مسوده د پوليسو لپاره د قانون پر وړاندې خونديتوب محدودوي، د زور د کارولو له امله د مړو کسانو په اړه د معلوماتو ساتلو او د نورو بدلونونو تر څنګ د پولیسو له خوا د خلکو د سا بندولو پر تاکتيک بندیز لګوي.


د فلويډ‌ د وژنې او په دې قتل کې د مرستې په تور ۴ پولیس افسران نيول شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса