Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د پکتیکا د بکي‌خېلو امنیه قوماندان ووژل شو

0
د پکتیکا د بکي‌خېلو سیمې امنیه قوماندان د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوی دی.


د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پرون ماخوستن به بکي‌خېلو کې پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه.


عزیز عزیز زیاتوي: "په دې نښته کې ۳ امنیتي کسان زخمیان شوي دي، داسې ویل کېږي چې د وسله‌والو طالبانو خوا ته هم تلفات رسېدلي دي."


د پکتیکا امنیه قوماندانۍ په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.


وسله‌والو طالبانو هم په د ې اړه څه نه‌دي ویلي.


بکي‌خېل که څه هم د یوې ولسوالۍ اداري تشکیل لري، لا رسماً ولسوالي نه‌ده بلل شوې. په پکتیکا کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې دا ولایت څلور داسې غیر رسمي ولسوالۍ لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса