Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

روسیه کې د کرونا ویروس پېښې له نیم میلیون واوښتې

0
په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نن د جون په ۱۱مه، له نیم میلیون څخه زیات شو.


روسیه په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ډېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو په مسکو کې د بندیزونو تر نرمېدو لنډ وخت وروسته، چارواکو وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۰۰ زرو ته ورسېدې.


په امریکا کې هم د کرونا ویروس شمېر پرون له ۲ میلیونو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په مکرر ډول خبرداری ورکوي چې کرونا ویروس لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.


په ټوله نړۍ کې نن د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۷،۴ میلیونو ته نږدې شوې او تر ۴۱۶ زره زیات وګړي له دې کبله مړه شوي دي. په دې کې څلورمه برخه مړي په امریکا کې شوي دي.


د امریکا په ډېرو ایالتونو کې روغتیايي کارکوونکو وویل چې د (Memorial Day) په نوم له عمومي رخصتي وروسته د مخکېنیو دوو اوونیو په پرتله، ډېر کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.


د امریکا په ارېزونا ایالت کې چې ډېر خلک د مې میاشتې په پای کې د رخصتۍ په ورځو کې د تفرېح لپاره ورغلي وو، پرون په بې‌ساري ډول زیات خلک په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله په روغتونونو کې بستر شوي وو.


تکزاس، شمالي کارولینا او فلوریدا د امریکا له هغو ایالتونو دي چې تر ډېرو نورو ایالتونو مخکې یې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لګول شوي بندیزونه لکه په کورونو کې د خلکو قرنطین‌یې نرم کړی و، پرون د یوې ورځې په اوږدو کې په بې‌ساري ډول زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса