Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د ایران بهرنیو چارو وزارت: په تهران کې افغان سفیر احضار شوی

0
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن، د جون ۱۳مه، په تهران کې د افغانستان سفیر ور احضار کړ.


د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په وینا، عبدالغفور لېوال د دې لپاره چې د یو شمېر داسې ډلو په اړه چې له ایران سره ضد دي، د توضیحاتو لپاره ورغوښتل شوی و.


د اېرنا په راپور کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکل شوي چې ځیني سیاسي ډلو چې د ایراني لوري په وینا له ایران سره دښمني لري په وروستیو کې په افغانستان کې د ایران پر سفارت او قونسولګریو حمله کړې وه او په اړه یې له لیواله پوښتنه وشوه.


له عبدالغفور لېوال سره د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د لویدیځې اسیا د چارو مسئول سید رسول موسوي خبرې کړې دي.


د ایرنا په راپور کې نه دي ویل شوي چې لېوال څه ځواب ورکړی دی.


په وروستیو کې د افغانستان څو کډوال په یزد کې هغه مهال ووژل شول چې د ایران پولیسو یې پر موټر ډزې وکړې او موټر اور واخیست.


د ایران حکومت وویل چې دې کسانو د پولیسو له امر سره سم د موټر له درولو ډډه کړې وه.


تر دې پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو د (افغانانو ژوند ارزښت لري) کمپاینونه پیل شول او په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د بد سلوک پر ضد په کابل او ځیني ښارونو کې لاریونونه وشول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса