Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ننګرهار چارواکي: خوګیاڼو کې ۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
د ننګرهار چارواکي وایي د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳ نور تپیان دي.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفینو د خوګیاڼو ولسوالۍ په توره ژوره او سره غونډۍ سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې په خبره یې، پرشا وتمبول شول.


د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د مخالفینو ۴ تنه ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.


د خوګیاڼي په خبره، برید د ولسي پاڅون کوونکو او سرحدي پولیسو پر پوستو شوی و.


عطاالله خوګیاڼي همدا شان زیاته کړه چې وسله والو مخالفینو د خوګیاڼو په کږې بازار او چوڼۍ او د شینوارو په ګولایي سیمو کې ماینونه هم ځای پرځای کړي وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او له کوم زیان پرته چاودنه ورکړل شوه.


تر اوسه د دولت هېڅ مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса