Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د امریکا د اتلانتا ښار د پولیسو مشرې استعفی وکړه

0
د امریکا د اتلانتا ښار د پولیسو مشرې په داسې حال کې استعفی وکړه، چې د یوه رستورانت په پارکېنګ کې د یوه پولیس په ډزو د یوه تورپوستي سړي تر وژل کېدو وروسته خلک په مظاهرو لارو- سړکونو ته راووتل.


د دغه ښار ښاروالې کیشا لانس باټمز پرون وویل، چې د ۲۷ کلن ریشارد بروکس تر وژل کېدو وروسته یې د پولیسو د مشرې ایریکا شیلډز استعفی منظوره کړې ده.


ښاروالې په یوه کنفرانس کې وویل: "فکر نه کوم، چې د مرګوني ځواک کارول دې د توجیح وړ وي او سم د لاسه مې د پولیسو د مشرې د دندې ځنډولو غوښتنه وکړه."


د بروکس په نوم دغه تورپوستی ځوان په داسې حال کې وژل کېږي، چې د امریکا په متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو کې د پولیسو د ظلمونو او نژادي تبعیض پرخلاف مظاهرې روانې دي.


دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، چې د جورج فلویډ په نوم یوه تورپوستي د مې میاشتې پر ۲۵مه په میناسوټا ایالت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.


د پولیسو افسر نږدې ۹ دقیقې د هغه پر غاړه خپل زنګون ایښی و، چې بالاخره فلویډ د ساه د بندېدو له کبله مړ شو.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса