Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ترکیې ته ځي

0
د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به نن ترکیې ته سفر کوي، چې بحثونه به یې تر ډېره د لیبیا پر شخړه راڅرخي.


د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د ملي وفاق حکومت چې ترکیه یې ملاتړ کوي د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، خو روسیه، مصر او متحده عرب امارات د دغه هېواد په ختیځ کې د پیاوړي پوځي، خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي.


ترکیې ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او دفاع وزیر سرګي شویګو پر سفر د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ترمنځ تر خبرو وروسته موافقه شوې وه.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوی به پر سیمه ییزو مسایلو سلا مشوره او پر همغږۍ بحث وکړي.


د ترکیې دولتي نشراتي ارګان راپور ورکړی، چې دواړه لوري به د سوریې پر وضعیت هم بحث وکړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه کېږي د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم نن ترکیې ته سفر وکړي.


ایران او روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کلیدي بهرني ملاتړي ګڼل کېږي، خو ترکیه په سوریه کې د یاغي ډلو ملاتړ کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса