Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

راتلونکو درې ورځو کې افغانستان ته نړیوالې الوتنې بیا پیلېږي

0
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به هېواد ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شي.


د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان په ګډون په اکثرو هېوادونو کې هوايي سفرونه وځنډول شول، خو یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس په خپرېدو کې د شدت له کمېدو وروسته په تدریجي ډول الوتنې بیا پیل کړې.


د روان جون په ۹مه نېټه امارات هوايي شرکت اعلان وکړ چې د روانې میاشتې په ۲۵مه کابل ته الوتنې بیا پیلوي.


د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي‌زاده ویلي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټاکل شویو لارښوونو ته په کتو به الوتنې پیل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса