Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د بالیووډ لوبغاړي سوشانت سېنګهـ راجپوت مړی د هغه کور کې وموندل شو

0
هندي سینما، بالیووډ نن یو بل تکړه لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.


ګڼو هندي رسنیو راپور ورکړی چې د سوشانت سېنګهـ راجپوت مړی نن په ممبی کې د بندرا په سیمه کې د هغه په کور کې پيدا شوی.


ویل کېږي چې دی له څو میاشتو خپګان نیولی و او مړی یې په داسې حالت کې موندل شوی چې ځان‌یې زندۍ کړی و.


پولیسو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.


سوشانت د پي کې په نوم په یوه فلم کې له وتلي لوبغاړي عامر خان او تر هغه وروسته د هند د کرکټ د ملي ټیم د پخواني کپټان ام اس ډوني په ژوند باندې په جوړ شوي فلم کې لوبېدلی.


نور ګڼ فلمونه او ټلوېزیوني ډرامې یې لوبولي او وروستی فلم‌یې چینچورې نومېده.


د دغه فلم موضوع د ځان وژنې د مخنیوي په لارو چارو څرخېده او خلکو ته په‌کې دا پيغام ورکول کېده چې ځان وژنه وروستۍ حل لار نه‌ده.


ګڼو پېژندل شویو فلمي لوبغاړو د سوشانت سېنګهـ راجپوت په مړینې خواشیني ښودلې.


اکشي کمار په خپل ټویټر لیکلي چې د سوشانت وروستي فلم چینجورې وښوده چې هغه څومره یو تکړه لوبغاړی و. سنجې دت لیکلي چې د سوشانت په مرګ خبرې ترې هېرې دي او ډېر حیرانه شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса