Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ډېری اروپايي هېوادونو د خپلو پولو د بېرته پرانیستو خبر ورکړ

0
ډېر اروپایي هېوادونه په یوه بیساري اقدام کې نن او سبا خپلې پولې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې له درېیو میاشتیو راهیسې تړلې وې، بېرته د نورو اروپایي هېوادونو پرمخ پرانېزي.


جرمني، بلجیم، فرانسه، یونان او د چک جمهوریت نن خپلې پولې پرانېزي او اتریش هم سبا.


د اروپایي هېوادونو دغه ګډ اقدام وروسته له هغې کېږي چې اروپایي کمېسیون تېره اوونۍ د دې اتحادیې غړیو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې هرڅومره ژر چې کېدای شي خپلې پولې بېرته پرانېزي.


د پولو پرانیستل تر ډېره د اروپایي اتحادیې، بریتانیا او د شینګین د غړیو هېوادونو پر وګړیو اغېز کوي.


خو د دغو پولو له پرانیستلو سره سره هر هېواد د کرونا ویروس د آزموینې، قرنطین او د سفر کولو د ځانګړو سپارښتونو په ګډون ځانته مقرارات پلې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса