Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

چارواکي: خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

0
په خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۳ ژوبل دي.


چارواکي وايي، تېر ماسخوتن د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د چراګاه سیمې د دیګانو په کلي کې نا مالومو وسله‌والو په یو کور برید کړی دی.


نن د دوشنبې په ورځ د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډيو ته وویل، چې په دې برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.


ده وویل، په وژل شویو کې درې ماشومان، یوه ښځه او یو تن نارینه دی.


د خوست د والي ویاند زیاته کړه، د پېښې ځای ته پر وخت کشفي ادارې رسېدلي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.


د پېښې دوه تنه اوسېدونکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې دا کورنۍ په لویه کې منګلو قوم پورې اړه لري او ممکن پېښه هم د کورنیو ستونزو له کبله رامنځته شوې وي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса