Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د امریکا د هوايي ځواکونو یو پیلوټ په شمالي بحیره کې لادرکه شو

0
د امریکا د هوایي ځواکونو یو پیلوټ وروسته له هغه لادرکه شو چې نن د جون ۱۵مه د امریکا 'اېف-۱۵' ډوله جنګي جټ الوتکه په شمالي بحیره کې ولوېده.


دا جټ چې یو پیلوټ‌یې درلود د انګلستان له ختیځه د برېټش رویال هوایي ځواکونو له اډې څخه الوتلې او په تمریناتي عملیاتو بوخته وه.


دا په بریتانیا کې د امریکا د هوایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده چې څه باندې ۴،۰۰۰ امریکایي پرسونل په‌کې دېره دي.


 د دې ځواکونو کپټان مراندا سیمونز وویل، د سقوط علت او د پیلوټ په اړه معلومات تر اوسه نه‌شته او د بریتانیا څخه د لټون او ژغورنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.


بې بي سي راپور ورکړی چې باور دا دی چې الوتکه د ختیځ یارک شایر ساحل په ۱۳۷ کیلومترۍ کې لوېدلې وي.


سکای نیوز د الوتنو د څار د یوې وېب‌پاڼي په حواله ویلي چې دغه الوتکه تر لادرکه کېدو دمخه په سیمه کې ګرځېدلې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса