Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د ملي پراختیا شرکت: د غوري سیمنټو ناکاره برخې بیا فعالې شوې

0
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د دې هېواد د تر ټولو لويې فابریکې غوري سیمنټو د ۹۵ سلنه ناکاره شوې برخې د بیا فعالېدو خبر ورکوي.


د دې شرکت د اړیکو د بورډ مشر جارالله منصوري تېره ورځ په دې اړه په جوړه شوې خونه کې رسنيو ته وویل چې د غوري سیمنټو د فابریکې ۹۵ سلنه بې کاره شوې برخې يې بېرته فعالې کړي چې له امله يې اوس‌مهال یاده فابریکه د ورځې په منځني ډول اته سوه ټنه سیمنټ تولیدوي.


نوموړي وویل هڅه کوی چې د غوري سیمنټو د تولید په زیاتېدو سره د افغانستان د کورني بازار پنځوس سلنه اړتیا پوره کړي.


ښاغلي منصوري وویل پلان دادی چې افغانستان د سیمنټو د تولید په برخه کې په یو وارداتي هېواد بدل شي.


افغانستان اوس‌مهال په کلني ډول له شپږ تر اووه میلیونه ټنو سیمنټو ته اړتیا لري چې دا مهال زیات يې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه واردېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса