Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د قرغزستان صدراعظم له خپلې دندې ګوښه شو

0
د قرغزستان صدراعظم د اداري فساد په تور له خپلې دندې ګوښه شو.


محمد قلي ابیل غازي يېف د راډيو د فریکوینسي او څپو په پلورلو تورن شوی دی.


ده د دوشنبې په ورځ د جون په پنځلسمه نېټه وویل چې له دې قضیې سره تړاو نه لري او ورباندې تړل شوي تورونه بې بنسټه دي.


د ابیل غازي يېف له قوله ویل شوي چې د اداري فساد په اړه پلټنې پر حکومت د خلکو اعتماد کموي او هغه هم په داسې حال کې چې دولت له کرونا ویروس سره په مبارزه بوخت دی.


د قرغزستان صدراعظم د مې په اووه ویشتمه نېټه دوه اوونۍ رخصتي واخیسته او پر همدې مهال د راډیو د فریکونسي د پلورل کېدو خبر خپور شو.


د قرغزستان ولسمشر ابیل غازي يېف د ۲۰۱۸ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د صدراعظم په توګه معرفي کړ او تر دوو کلونو زیاته موده یې پر دې دنده کار وکړ.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса