Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د کندهار چارواکي: پر ۲ لسوالیو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

0
د کندهار چارواکي وایي پر دوو ولسوالیو د طالبانو تهاجمي بریدونه په شا تمبول شوي دي.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "وسله‌والو طالبانو تېره شپه په تخته پل ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته برید وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او په پای کې پنځه تنه طالبان ووژل شول او ۹ نور یې ټپیان شول." 


د ښاغلي بارکزي په وینا په همدې شپه طالبانو په ژړۍ ولسوالۍ کې هم پر یوې بلې امنیتي پوستې برید کړی چې په متقابلو نښتو کې د طالبانو اته تنه ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې په دې نښتو کې درې افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса