Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د امریکا له لوري پر سوریې نوي بندیزونه عملي کېږي

0
تمه ده د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر سوریې نوي بندیزونه نن عملي شي.


د دې بندیزونو هدف دا ښودل شوی چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم او د هغه د پلویانو د بریالیتوب مخه ونیول شي.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازي کیلي کرافت تېره ورځ د دې سازمان امنیت شورا ته وویل چې اسد باید د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک عملي کړی چې د اوربند، انتخاباتو او سیاسي انتقال غوښتنه په‌کې شوې ده.


د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنې وړاندې هم د سوریې پر حکومت بندیزونه لګولي وو.


د واشنګټن په نویو بندیزونو کې هغه کسان، ادارې او شرکتونه چې د سوریې له حکومت سره سوداګري لري، شامل دي.


د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو په نویو بندیزونو کې د اسد رژیم پلویان لکه روسیه، ایران او د لبنان د حزب‌الله ډله هدف دي.


د سوریې حکومت د دې هېواد ډېری سیمې له یاغي ډلو بېرته نیولې دي، خو ادلب سیمه او ځیني نورې د کردانو تر واک لاندې سیمې لا هم د حکومت له کنټروله وتلې دي.


په سوریه کې شااوخوا ۱۰ کلنې کورنۍ جګړه کې نږدې اووه لکه کسان وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса