Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ترکي جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د کرد ملېشو مرکزونه په نښه کړي

0
د ترکیې دفاع وزارت وایي جنګي الوتکو یې نن چهارشنبه د عراق په شمال کې په هفتانین سیمه کې د کرد ملېشو مرکزونه په نښه کړي دي.


دا په وروستیو ورځو کې د 'پي کې کې' د ملېشو پر وړاندې دوهم ځل عملیات دي چې کېږي.


د ترکیې د دفاع وزارت پر ټویټر راغلي: "د دې لپاره چې «پي کې کې» او نور ترورېستي عناصر چې زموږ خلک او پولې ګواښي، له‌منځه ولاړ شي، زموږ هوایي ځواکونه د جنګي هلیکوپټرو او کمانډو ځواکونو سره سیمې ته استول شوي دي."


تر دې څو ورځې وړاندې هم ترکیې په ورته اقدام کې کردي ځواکونه په نښه کړي ول.


ترکیه معمولاً د عراق په شمال او جنوب ختیځ په کرد مېشتو سیمو کې د 'پي کې کې' ملېشې په نښه کوي.


انقره وایي په دې وروستیو کې د ترکیې پر پوځي اډو د دغو ملېشو بریدونه ډېر شوي دي.


'پي کې کې' یا د کردستان کارګر ګوند چې ترکیه، د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه‌یې د یوه ترورېستي سازمان په نوم پېژني له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې دولت پر ضد جنګېږي او د خپلواکۍ غوښتنه لري. په دې جګړو کې شااوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса