Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د خوست پېښې تورن کسان وسله‌والو طالبانو نیولي

0
وسله‌والو طالبانو د خوست د یکشنبې شپې په پېښه کې تورن کسان نیولي او یو یې وژلی.


د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي لیکلي پیغام کې ویلي چې هغه دوه تنه قاتلین‌یې نیولي چې د خوست د اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ په دیګانو سیمه کې د یک‌شنبې د شپې په پېښه کې یې لاس درلود.


مجاهد وایي، دغه کسان د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې نیول شوي او له‌منځه یې یو تن قاتل هغه مهال ووژل شو چې د تېښتې هڅه‌یې وکړه.


مجاهد زیاته کړې چې د روژه ګل زوی هم چې په دې جرم کې شریک پېژندل شوی، له دوی سره اوس‌مهال بندي دی او د دوی محکمې ته سپارل شوی.


دغه دوه تورن کسان چې په خوست کې د یک‌شنبې د شپې په پېښه کې ښکېل بلل شوي، یوه کور ته وراوښتي وو او د یوې کورنۍ اووه غړي یې وژلي و او بل ماشوم‌یې ټپي کړی و.


له دې وړاندې د خوست امنیتي چارواکو ویلي و چې په پېښه کې تورن کسان د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې سیمو ته تښتېدلي، خو د ځای په اړه‌یې جزئیات نه‌و ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса