اروپايي ټولنې پر روسیې لګول شوي اقتصادي بندیزونه تمدید کړل
د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون او د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل نن د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې وویل، د منسک په تړون کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
پر روسیې دغه بندیزونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال ولګېدل چې دغه هېواد د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځاې کړې.
د دغو بندیزونو موده د جولای په ۳۱مه پای ته رسېږي.
پر روسیې تور دی چې د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو سره پوځي مرسته کوي، د اوکراین د ختیځ په شخړو کې تراوسه څه باندې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.
