Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ناټو ملکي استازی: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی

0
د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی ملکي استازی وایي، دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی.


سټفانو پونتی کوروو ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالبانو په ښارونو او ایتلافي ځواکونو بریدونه درولي، خو له دې سره سره یې هم تاوتریخوالی روان ساتلی.


هغه زیاته کړه: "دا ممکن د دې لپاره وي چې طالبان په دې باور دي چې په دې توګه به د سولې بهیر کې له پیاوړي دریځه برخه اخلي، اما دا په بشپړه توګه یو غلط نظر دی، زما په نظر دا حساب ناسم دی."


د ناټو ملکي استازي ټینګار وکړ چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید کمه شي.


دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې له پرون راهیسې، پکتیکا، غور، کندز، کاپیسا او یوشمېر نورو سیمو کې خونړۍ جګړې شوې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса