Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د پاکستان په سند کې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي

0
د پاکستان د سند ایالت په کهوټکي ​سیمه کې بمي چاودنې د پاکستان د رینجرز ځواکونو د سرتېرو په ګډون ۳ تنه ووژل.


د سند امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال د کهوټکي په یوه بازاره کې شوې ده.


د کهوټکي یوه امنیتي چارواکي فرخ لونجر ډان خبري اژانس ته د دغه پېښې په اړه ویلي: "د رینجرز ځواکونو موټر په بازار کې ولاړ و، چې بمي چاودنه پرې وشوه او په نتیجه کې یې د رینجرز ځواک ۲ سرتېري او یو ولسي وګړی وژل شوي دي."


د فرخ په وینا، امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړې او د بمي چاودنې د نوعیت د معلومولو ترڅنګ یې د چاودنې تحقیقات هم پيل کړي دي.


په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي.


تر دې مخکې د روانې میاشت په لومړیو کې په بلوچستان کې هم پر پاکستاني پوځیانو بریدونه دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په د سند په کهوټکي کې د پاکستان پر رینجرز ځواکونو د برید مسوولیت نه دی منلی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса