Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امنیتي چارواکي: کندهار کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

0
په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې دغلته ۶ تنه طالب وسله وال وژلي دي.


د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال هغه مهال ووژل شول چې د ارغستان ولسوالۍ کې یې د پولیسو پر پوستو برید وکړ.


هغه زیاته کړه: "تېره شپه وسله والو د ارغستان ولسوالۍ د جانګیر مانده په سیمه کې د پولیسو پر پوستو برید کړی چې امنیتي ځواکونو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی په همدې جګړه کې ۶ طالب وسله وال وژل شوي دي. "


د بارکزي په وینا طالبان له سیمې تښتېدلي.


وسله والو طالبانو د کندهار د چارواکو د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.


په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو د پیل هڅې روانې دي او بېلابېلو لورو له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې دې وسله والې ډلې پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه روان ساتلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса