Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

کابل کې د امریکا سفارت یو شمېر کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي

0
په کابل کې د امریکا سفارت ومنله چې یو شمېر کارکوونکي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي.


د دغه سفارت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل، دوی د سفارت دننه په کرونا ویروس د یو شمېر ډيپلوماتانو، قراردادیانو او محلي کارکوونکو له اخته کېدو خبر دي.


د سفارت دغې سرچینې زیاته کړې، د سفارت چارې داسې تنظیم شوي چې ټولو کارځایونو کې به‌یې د ویروس ضد مواد کارېږي چې د ویروس د نورې خپرېدا مخنیوی وکړي.


په ویروس د اخته شویو دې کسانو شمېر نه‌دی ښودل شوی، خو اسوشیټډ پرس د یوه چارواکي په حواله چې نوم‌یې نه دی یاد شوی ویلي، د سفارت شااخوا ۲۰ کارکوونکي په کرونا اخته شوي چې ډېر یې هغه نیپالیان دي چې د امنیت ساتنې دنده لري.


مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل کې یې د سفارت د یو شمېر کارکوونکو په کرونا ویروس اخته کېدل تأیید کړي ول.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سفارت‌یې د کرونا د مخنیوي لپاره ټول مناسب اقدامات پلي کوي.


اخته شوي کسان د سفارت دننه په انزوا کې ساتل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса