Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

هرات کې چاودنې ۳ پولیس ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل

0
په هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې پولیس ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.


د هرات د پولیسو سرپرست ویاند عتیق‌الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو پر هاموې موټر دغه چاودنه نن سهار د هرات-اسلام قلعه ترمنځ لاره کې وشوه.


ښاغلی وثیق زیاتوي: "نن سهار زموږ د لویې لارې کنډک د ګمرک د مشر د ساتنې لپاره د هغه د کار ځای ته روان و، د کهسان ولسوالۍ اړوند قدوس‌اباد سیمه کې د دوی ټانک پر ماین وربرابر شو چې پایله کې یې درې سرتېري ووژل شول او درې نور ژوبل شول."


ښاغلي وثیق وویل چې دغې چاودنه کې د هرات د ګمرک مشر ته زیان نه‌دی اوښتی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса