Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امریکا کې د جان بولټن د کتاب خپرولو د مخنیوي پرېکړه ونه منل شوه

0
په امریکا کې یوه قاضي د جان بولټن د کتاب د خپرولو د مخنیوي پرېکړه ونه منله خو ویې‌ویل چې د دې امکان شته چې هغه د پټو معلوماتو د خپرولو په تور محاکمه شي.


جان بولټن تقریباً ۱۷ میاشتې د امریکا د جمهور رئيس د ملي امنیت سلاکار و. 


د هغه جنجال پارونکی کتاب چې په سپينه ماڼۍ کې د هغه کار تجربې یې په کې را غونډې کړې، د سه شنبې په ورځ خپرېږي.


قاضي رویس لامبرټ د جون په ۲۰مه، په خپل پرېکړه لیک کې ولیکل چې هغه چا چې کتاب یې چاپ کړی، د کتاب کاپي ګانې وار دمخه لا لېږدولې او ځيني برخې یې حتی په رسنیو کې خپرې شوې دي.


قاضي لیکلي چې د جان بولټن یو اړخیز اقدام د ملي امنیت په اړه جدي اندېښنې پيداکولای شي، حکومت نه‌دی توانېدلی چې له قانوني اړخه د کتاب د خپرېدو مخنیوی مناسبه پرېکړه ده.


د ایراني ریال بیه د امریکايي ډالر په مقابل کې دومره لویدلی چې په وروستۍ یوه لسیزه کې ساری نه لري.


ایران د امریکا د حکومت د بندیزونو او د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله تر سخت فشار لاندې دی.


له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې ایران له نړیوالو سره اټومي موافقه لاسلیک کړې، دا اول وار دی چې ایرانی ریال د امریکايي ډالر په وړاندې تر ۶۰۰ فیصده زیات لوېدلی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره له اټومي موافقې د متحده ایالاتو د ایستلو پرېکړه وکړه او پر ایران یې بندیزونه له سره ولګول.


په ایران کې د فبرورۍ د میاشتې په منځ کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه.


ایران د منځني ختیځ له هغو هېوادونو دی چې د کرونا ویروس تر هر بل هېواد سخت وځپل.


د اټومي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادارې د جون په ۱۹مه، پر تهران غږ وکړ چې دووه مشکوکو اټومي تاسیساتو ته د ورتګ اجازه ورکړي.


تر دې وروسته پر ایران نړیوال فشار لا زیات شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса