Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

چارواکي: د پکتیکا په جانيخېل او مټاخان کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
چارواکي وایي، په پکتیکا کې ۸ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي.


د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن ازادۍ راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د پکتیکا ولایت په جانيخېلو او مټاخان ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله‌ییزې حملې وکړې چې په ځوابي عملیاتو کې یې اووه تنه وسله‌وال ووژل شول.


ښاغلي ارین زیاته کړه چې په عملیاتو کې د جانیخیلو ولسوالۍ په زیړې سیمه کې د طالبانو د غلچکیو بریدونو مسؤل او د مخابراتي سیستم جوړونکی طیب اغا هم وژل شوی دی.


د ارین په وینا په دې نښتو کې ۳ افغان سرتېرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса