Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امنیتي مسئولین: خوست کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د خوست امنیتي چارواکي وايي، ۱۸ تنه وسله وال پرون وروسته له هغه ووژل شول چې پر افغان ځواکونو یې د خوست موسی خیلو د لویې لارې د بیارغونې پرمهال برید وکړ.


د تندر قول اردو د رسنیو مسوول ایمل خان مومند نن یکشنبې ازادۍ راډيو ته وویل، طالبانو ته دا مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې پر افغان ځواکونو یې حملې وکړې.


هغه زیاته کړه: "د دې لارې د پرانیستې په لړ کې وسله والو طالبانو په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول، په ټوله کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي."


د خوست له مرکز څخه موسی خېلو ولسوالۍ ته غځېدلی کچه لاره چې د زوړ کوټ، ګبر منګل او د جاني خېلو ولسوالۍ خلک تګ راتګ پرې کوي په څونډي کلي سیمه کې په بمونو الوځول شوې او له څو ورځو راهیسې بنده وه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса