Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ټرمپ له مارچ وروسته لومړۍ غونډه په تُلسا کې جوړه کړه

0
د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مارچ میاشتې وروسته خپله لومړۍ پراخه غونډه اکلاهما په تُلسا کې جوړه کړه.


د کرونا ویروس په ارتباط تر لګول شویو محدودیتونو وروسته ټرمپ هڅه کوي، چې بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو لپاره خپل کمپاین تنظیم کړي.


دا پراخه غونډه د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه له اندېښنو سره-سره په اکلاهما ایالت کې جوړه شوه، چې د کرونا ویروس تازه پېښې په کې په وروستیو کې زیاتې شوې دي.


ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې ډاډ وښود، چې دی به خپل سیال کاندید جوبایډن ته چې ده د خوبولي خطاب ورته وکړ، ماتې ورکړي.


ټرمپ بایډن د کیڼ اړخي رادیکال یو بېچاره ګوډاګی وباله.


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات په نومبر میاشت کې کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса