Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

لیبیا د پوځي مداخلې په اړه د مصر خبرداری د جګړې اعلان بللی

0
په لیبیا کې د ملي وفاق حکومت چې ملګري ملتونه‌یې په رسمیت پېژني، د پوځي مداخلې په اړه د مصر خبرداری غندلی او هغه‌یې د جګړې اعلان بللی دی.


د لیبیا حکومت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا یو خصمانه عمل، ښکاره لاسوهنه او د لیبیا په وړاندې د جګړې اعلان دی.


د مصر او لیبیا ترمنځ دغه لفظي شخړه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وه د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیران له لیرې واټنه د لیبیا په اړه یوه غونډه وکړي، خو د لیبیا د ملي وفاق حکومت غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.


د مصر ولسمشر عبدالفتاح ال‌سیسي د شنبې په ورځ ګواښ وکړ، که د ملي وفاق حکومت ملاتړي ځواکونه ستراتېژیک ښار سیرت ته نږدې شي، د قاهرې د مستقیمې مداخلې لامل به شي.


دغه ښار د طرابلس ختیځ ته په ۴۵۰ کیلو متره واټن کې پروت دی.


د لیبیا حکومت پرون وویل، د لیبیا په کورنیو چارو کې لاسوهنه د دغه هېواد پر ملي حاکمیت برید دی او د مصر د ولسمشر خبرې دوی ته د منلو نه‌دي.


د تېلو د زېرمو له کبله پیاوړې لیبیا په ۲۰۱۱ کال کې د معمر القذافي د رژیم له ړنګېدو راوروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده.


له ۲۰۱۵ کال راهیسې دغه هېواد د ملي وفاق حکومت او خلیفه حفتر ترمنځ چې یو با نفوسه کس ګڼل کېږي، د جګړې ډګر ګرځېدلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса