Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

ایران: لا تر اوسه د ایراني تولیداتو یوه کښتۍ وینزویلا ته نه ده رسېدلې

0
د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د ایران سفارت وايي، د ایراني تولیداتو یوه کښتۍ وینزویلا ته تر اوسه نه ده رسېدلې.


د لومړي سوپر مارکېټ د پرانیستلو لپاره په پام کې وه، د ایران په تولیداتو بار دغه کښتۍ پرون یکشنبه ناوخته وینزویلا ته ورسېږي.


د ایران د سفارت چارواکو د شنبې په ورځ په ټویټر کې دا تحول په هغه څه کې چې سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه او د ورورۍ اړیکې بللې وې، یوه بریا بللې وه.


په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي.


ایران تر دې مخکې تېره میلادي میاشت یو نیم میلیون بېرله تېل د مرستې په توګه وینزویلا ته لېږلي وو.


وینزویلا چې د امریکا به سویل کې د تېلو له عمده تولیدوونکو ګڼل کېده، د ژور اقتصادي بحران پر مهال د نفتي موادو له کموالي سره مخامخ دی.


پر وینزویلا او ایران دواړو د امریکا متحدو ایالتونو له خوا بندیزونه لګول شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса