Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

'تېره اوونۍ د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله د ۱۹ کلونو پرتله خونړۍ وه'

0
افغان چارواکي وايي تېره اوونۍ د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه.


د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي"وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترورېستي فعالیتونه کړي چې په نتیجه کې یې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده."


د ملي امنیت د خبرپاڼې په وینا د طالبانو په بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۹۱ سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نور یې ټپيان دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوید فیصل په وینا په دې تاوتریخوالي کې ۱۴۷ ولسي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


ښاغلي فیصل رسنیو ته په یو استولي پيغام کې ویلي: " تېره اوونۍ طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو خلاف تر ټولو زیات وحشت کړی دی. تمه دا وه چې طالبان د سولې لپاره کار وکړې او تاوتریخوالی راکم کړي. برعکس دوی تاوتریخوالی زیات کړی. روان وضیعت په هېڅ صورت د قبول وړ نه‌دی. او د دې لپاره چې یوه دایمي سوله راشي دا وضیعت باید بدل شي."


د ملي امنیت د شورا د چارواکو په وینا د تاوتریخوالی دوام به د سولې بهیر لا هم ستونزمن کړي.


طالبانو که څه هم د حکومت د وروستۍ ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي، خو دې ډلې په تېره یوه اوونۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو د یو شمېر بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستې.


په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې د سلګونه کسانو د وژل کېدو خبره په داسې حال کې کېږي چې د افغان حکومت او وسله‌واله طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو خوشې کول د یو لړ ننګونو سربېره په وروستیو پړاونو کې دي، او تمه کېږي چې دواړه خواوې په نږدې راتلونکې کې مخامخ خبرې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса