Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

د عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د توغول شوي توغندي مخه نیولې

0
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران د ملاتړی حوثي تحریک په ضد جګړه کوي، وایي، د حوثیانو له لورې یې نن د هغه بالسټیک توغندي مخه نیولې ده چې د ریاض په لور توغول شوی و.


دا اعلان په داسې وخت شوی دی چې د حوثیانو ټلوېزیون المسیره خبر ورکړ چې د سعودي عربستان دننه پراخ بریدونه شوې دي.


المسیره ټلوېزیون وایي چې د حوثیانو د پوځ ویاند به په څو ساعتونو کې په دې اړه نور معلومات ورکړي.


د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي وویل چې د حوثیانو یو بالسټیک توغندی یې چې ریاض یې په نښه کړی و، په هوا کې شنډ کړی دی او د دوی دوه نور بالسټیک توغندي او اته بې پیلوټه الوتکې چې بمونه یې انتقالول، له منځه وړي دي.


په ریاض کې نن سپیده چاود مهال عیني شاهدانو د دوو لویو چاودنو غږ اورېدلی او په اسمان کې یې لوګي لیدلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса