Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

کندز کې د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېدلی

0
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسېږي.


د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق وایي، سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده.


تېر کال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې حاصل اخیستل شوی و.


د کندز د کرنې رئیس وویل ،سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه نږدې ۱۲۶ هکټاره زیاته شوې ده او په همدې توګه د اټکل له مخې د هندواڼو په حاصلاتو کې هم نږدې اووه زره ټنه زیاتوالی راشي.


بزګران د حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دي خو وایي، همکاري باید وشي څو هندواڼې په ټیټه بیه ونه پلورل شي او حکومت باید سړې خونې جوړې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса